د اسلام په سپیڅلي دین کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په هکله د دعوت او ارشاد اصلاحي بیانیه وړاندې شوه
دغه بیانیه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن له لوري د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې په داسې حال کې چې ټولو کارمندانو ګډون درلود، وړاندې شوه.
د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په دغه بیانیه کې په اسلام کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د معروف او منکر د معانیو په هکله په مفصله توګه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مولوي عارف په خپلو خبرو کې د اسلام په سپیڅلي دین کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت اړین وباله او یادونه یې وکړه، چې خدای(ج) په قرآن کریم کې د حج سورې په ۴۱ آیت کې تر لمانځه او زکات وروسته دغې موضوع ته اشاره کړې: (الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ).
د دعوت او ارشاد رئيس د دغې بیانیې په دوام کې څرګنده کړه ، چې امر باالمعروف او نهي عن المنکر یو ستر الهي نعمت دی، چې خدای(ج) هغه مسلمانانو ته ور کړې ده، ترڅو د هغه په واسطه د خدای(ج) درضا په لاره کې ګام پورته کړي او د آخر الزمان د فتنو له شر څخه په امن کې پاتې شي.