د اسکان لپاره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د ښاغلي اغا خان مؤسسې تر منځ ګډه ناسته وشوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۹:۳
123

د اسکان د همکارۍ او همغږۍ په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د ښاغلي اغا خان مؤسسې تر منځ ګډه ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال، ښاغلي انجینر احمد ویس بصیري په مشرۍ چې د اغا خان مؤسسې د بېړنیو حالاتو او پېښو شبکې رئيس، او د یادې ادارې ریسانو، مشاورینو ګډون درلود تر سره شوه.

د اوبو دپروژو د مدیریت د پلي کولو په برخه کې همغږي، د 700 قریو ارقام شریک کول چې له وړاندې د اغا خان مؤسسې لخوا پلي شوي دي؛ د دواړو ادارو له لوري د اوبو د مدیریت په برخه کې د(MOU) هوکړلیک تیارول، د سیلابونو مدیریت، د تخنیکي خدماتو وړاندې کول، د ظرفیت لوړونې برنامې، د یخچالونو مدیریت، د څارنې او خبرتیا سيسټمونه، د ابریزونو مدیریت د دغه ناستې مهمه موخه وه.

په اخر کې دواړو لورو، د دواړو ادارو تر منځ د ګډې همکارۍ او همغږۍ د هوکړلیک په لاسلیک کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۸:۵۴
Background image

هرات ولایت کې د کار آباد کانال اوبیزه مجرا د هر ډول تعرض د مخنیوي په موخه په نښه شوه

د هرات د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت په شپږمه ناحیه کې د کار آباد کانال اوبیزه مجرا د هر ډول تعرض  او ناقانونه ودانیو د مخنیوي په موخه په نښه کړه.

دغه اقدام د اوبیزو سرچینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۳۵
Background image

هرات ولایت کې د انجیل عمومي کانال د پورتنۍ برخې حقابه د اوبو تامین او عادلانه وېش په موخه و ارزول شوه

د هرات د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د انجیل عمومي کانال د پورتنۍ برخې حقابه د نوموړي کانال د اوبو ټولنې په همکاري سره د اوبو تامین او عادلانه وېش په موخه و ارزوله.

نوموړی اقدام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د سلما بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۲۰ ورځو لپاره خوشې شوې

په هغه ناسته کې چې د هرات والي محترم شیخ الحدیث نوراحمد اسلام‌جار تر رهبري لاندې د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم. . .

بیرته تګ

User account menu