د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې  “د اوبو اونۍ” تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې هراړخیزه وینا وړاندې کړه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۸:۵۱
1

۷ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۵/ حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

څلورنۍ

ښاغلي آخندزاده په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د اوبو د مدیریت په برخه کې د نوې ټکنالوژي پر کارونې، او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه د آمو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو حقوقو ته ژمن دی.

په همدې ترڅ کې، محترم آخندزاده د فورم په څنډه کې د ازبکستان د اوبو له وزیر شوکت خمرایف سره هم کتنه ترسره کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اوبو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

دا ګډون د افغانستان لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې له لارې یې هېواد کولی شي په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې خپل حضور لا پیاوړی کړي او د متقابلو همکاریو نوی فصل پرانیزي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu