له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
1

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.

په دې مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، د اوبو معین محترم مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري معین محترم مولوي عبدالرحمن حلیم، د اقتصادي کمسیون استازی محترم حاجي ابراهیم د کابل والي محترم الحاج امین‌الله عبید، د پروان والي محترم شیخ عزیزالرحمن منصور، د کاپیسا والي محترم الحاج قاري احسان‌الله بریال،  د امارتي شرکتونو لوی رئیس محترم مولوي احمدجان بلال، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، محترم مولوي غلام‌الرحمن کظیم، سیاسي شنونکو، د اسلامي امارت مسئولینو، علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپلو خبرو کې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یوه ستره الهي لورینه وبلله او د دې ستر نعمت پر شکر ایستلو یې ټینګار وکړ.

همدا رنګه نوموړي د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې ته په اشارې سره د یادې پروژې ارزښت او اهمیت د لرغوني کابل ښار او نوي کابل د اوسېدونکو لپاره حیاتي وبلله او زیاته یې کړه، چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو د مدیریت او د خلکو د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه په پوره هوډ هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه، د دغو هڅو په پایله کې به خلک په نږدې راتلونکي کې د شاه‌توت للندر بند د پرانیستې، د فراه ولایت بخش آباد بند او د دهلې بند د پراختیا او د اوبو په برخه کې د نورو بنسټیزو پروژو د پیل او پلي کېدو شاهدان وي.

په همدې حال کې د کابل والي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

همدارنګه د کاپیسا والي یاده پروژه د افغانستان له خلکو سره د اسلامي امارت د ژمنو د عملي کېدو نښه وبلله او د دې پروژې پیل یې د کابل ښار د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ.

بل لور ته د پروان والي د اسلامي امارت فعالیتونو او پروګرامونو ته په اشارې سره د دې پروژې پیل د اوبو د مدیریت او لېږد په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.

د یادونې وړ ده، چې په دې پروژه کې له صیاد څخه د کابل لرغوني ښار او نوي کابل ته د اوبو د لېږد تخنیکي، ټولنیزې او اقتصادي مطالعې، سروې او ډیزاین شامل دي، چې د اسلامي امارت په بودیجه د اوبو او انرژي وزارت له لوري به د یو نیم کال په موده کې ترسره شي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به هر کال ۱۲۶ میلیونه متر مکعبه اوبه کابل ښار او نوي کابل ته ولېږدول شي، چې له ګټو به یې تر (۷) اوو میلیونو ډېر کسان برخمن شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu