د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر له ترکي پانګوالو سره په دریو سترو پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۳۴
1

۸/۱۰/۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کوتای انسات یوه ترکي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو د اوبو او برېښنا بندونو جوړولو په پروژو او همدارنګه د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو په سکتور کې د نوموړي شرکت د پانګونې لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې په موخه د ګمبیري اوبولګولو او برېښنا د تولید بند پروژه، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو پروژه او له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژه وړاندیز کړه.

محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اوبو او انرژي وزارت له لوري په دغو پروژو کې د پانګونې لپاره د اړینو آسانتیاوو د چمتوکولو په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو د ډاډ ترڅنګ، ټینګار وکړ چې د نورو چمتووالو تر لاس لاندې نیولو په موخه، د دواړو لورو ترمنځ دې تخنیکي ناستې ترسره شي.

په ورته مهال، ترکي پانګوالو هم د تخنیکي څېړنو او د پانګونې د نورو پړاوونو د پرمخ وړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او له اوبو او انرژي وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu