د انرژي معینیت
د انرژي معینیت لنډه تاریخچه
دانرژي معینیت په 1353هجرﻱ شمسي کال د وخت د دولت په چوکات کې د برق او د اوبو واحد ادارې په نوم فعالیت درلود.
او د 1353هجری شمسی کال په آخرو کې داوبو انرژي په وزارت بدل شو او په تشکیل کې یی د انرژي په نوم یو معینیت ځای پر ځای شو چې د انرژي چارې مدیریت او انکشاف ورکړی.
له هماغه وخته تر اوسه د هغه معینیت د سکتورﻱ ریاستونو په لرلو د انرژی د انکشاف په برخه کې دټول هیواد په سطح منل شوی او د انکشافي پروژو په پلي کولو چی له جملی یې تولیدﻱ پروژې،انتقالي لینونه ،بلند ولتاژ او د برق ویشنې شبکه پلې اوگټه اخیستوته سپارلې دی.
دبرق انرژي سکتور تګ لاره:
1-څرنگه کولي شو د انرژي په سکتور کې د هغه سکتور دملی تگلارې په عملﻱ کولو سره د اقتصادﻱ سکتور د پرمختیا،ټولنیزې اړتیاوې،داوسنې او راتلونکي نسل د بهبود د فقراو بیکارۍ سره مبارزه او د سالم حکومت لرونکې اوسو دانرژۍ سکتور پرمختگ د باورﻱ انرژۍ په تامین د محیط زیست سره همغږﻱ، په مناسب قیمت چې د هیواد په اقتصادی او ټولنیز پرمختگ په ځان بسیاینی په ملی سرچینو او د انرژي د خصوصی سکتور د پانگه دحکومت څارنې لاندی ترسره کیږی.
دبرق د انرژي سکتور اوږد مهاله ستراتیژیک لید:
زمونږ ستراتیژیک لید د پایه داره انکشاف او په هیواد کې په اقتصادﻱ او اجتماعي سکتورونو کې د اړتیا وړ انرژۍ په تامین سره د اوسنیو او راتلونکو نسلونو سره د اقتصادﻱ او ټولنیز اړتیاو پر بنسټ.
دباکیفیته او د باور وړ انرژي د پوښښ زمینه سازﻱ.
دبرق تولید د پروژو پلي کول د داخلی پوتنسیل پر مټ.
دځان بسیاینی لپاره ځانگړې پاملرنه د هیواد په هره سیمه کې دهیواد په ټولو ولایتونوکې په مناسبه بیه او مساوﻱ ډول د برق د انرژي برابرول.
دهیوادونو سیمیز همکاریو د تقویت رول د اوبو سرچینو څخه د ترانزیت بستر تر عنوان لاندې د پانگونې پرمټ د اوبو څخه د بریښنا تولید خلکوته چمتو کول.
اساسﻱ او کلیدﻱ اقدامات :
د انرژي یا برق دستگاو ته پرمختگ ورکول او د باورﻱ او باکیفیته انرژۍ اماده کول.
د هیواد د مختلفو سرچینو څخه د ځان بسیا انرژي په خاطر د برق د تولید د پروژو زیاتوالی .
د معیارﻱ او با کیفیته انرژي په مساوﻱ ډول د هیواد ټولو وگړو ته وړاندﻱکول.
په منظم ډول ترانزیت بستر پیوستون،تبادله د سیمیزی انرژي د سوداگرۍ له لارې.
د برق انرژي په تولید کې دگډو سرچینو ته دسیمه ایزې پانگونې راجلبول.
د برق انرژي د ویشنې دستگاه پرمختیا د انرژي خوندیتوب د تقویت په برخه کې.
د هیواد د کلیوالي سیمو ته د برق د انرژی رسوونه د بریښنا سکتورونو د مدیریت پیاوړﻱ کول د بریښنا د مصرف په برخه کې .
د پروژو د مدیریت مالي سرچینو او نرخونو برابرول.
د خصوصی سکتورونو لپاره د تشویق او ترغیب د سهولتونو برابرول.