د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته د دغه معینیت اړوند د یو شمېر پروژو د پلي کولو په هکله ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۳۰

دغه ناسته د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې  د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره او د دغه معینیت اړوند د یو شمېر پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې،  د تېرې ناستې د پریکړو په هکله د ترسره شوو اجراآتو د ارزولو، د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له لوري په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د پانګونې د طرحې او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوموړې برېښنا د جذبولو او د ګلبهار انویسټ شرکت له لوري په هرات ولایت کې د ۵۰ میګاواټه بادي برېښنا د پانګونې د طرحې او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوموړې برېښنا د جذبولو په هکله خبرې، اترې وشوې.

د انرژي محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو  او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په هکله اړینې لارښوونې وکړې اوټینګار یې وکړ، چې د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه د ریاستونو ترمنځ باید اړینه همغږۍ او همکاري تر سره شي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د انرژي محترم معین ټینګار وکړ، چې د برېښنا انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې باید هغو ولایتونو کې چې په تېره اداره کې زیاته پاملرنه نه ده شوې، اړینه پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu