د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته د دغه معینیت اړوند د یو شمېر پروژو د پلي کولو په هکله ترسره شوه
دغه ناسته د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره او د دغه معینیت اړوند د یو شمېر پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
په دغه ناسته کې، د تېرې ناستې د پریکړو په هکله د ترسره شوو اجراآتو د ارزولو، د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له لوري په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د پانګونې د طرحې او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوموړې برېښنا د جذبولو او د ګلبهار انویسټ شرکت له لوري په هرات ولایت کې د ۵۰ میګاواټه بادي برېښنا د پانګونې د طرحې او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د نوموړې برېښنا د جذبولو په هکله خبرې، اترې وشوې.
د انرژي محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په هکله اړینې لارښوونې وکړې اوټینګار یې وکړ، چې د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه د ریاستونو ترمنځ باید اړینه همغږۍ او همکاري تر سره شي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د انرژي محترم معین ټینګار وکړ، چې د برېښنا انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې باید هغو ولایتونو کې چې په تېره اداره کې زیاته پاملرنه نه ده شوې، اړینه پاملرنه وشي.