د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۴:۳۰
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر ریاست لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس په دغه ناسته کې د انرژي سکتور له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د بدخشان انرژي موضوع دې په جدي توګه تعقیب کړي، ترڅو د شورابک بند د تړون تعدیل او د ورسپارل کېدو موضوع ژر تر ژره وروستي او اقتصادي کمېسیون ته ولېږل شي.

همدغه راز هغه ټینګار وکړ، چې د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې موضوع چې د دېرش کلونو لپاره په پام کې نیول شوې د منلو وړ نده، له همدې کبله د نوموړي شرکت د مطالعاتو امکان سنجي(فیزبلیټي سټدي) هم جدي تعقیب شي، ترڅو مشخصه شي چې د بدخشان د برېښنا رسونې لپاره څومره وخت ته اړتیا ده.

د ناستې په دوام کې، د پانګې اچونې د جلبولو، د برېښنا انرژي د تعرفې د اندازې د ټاکلو او د افغانستان د برېښنا انرژي قانون د وروستۍ کولو په هکله د تېرو پرېکړو د اجراآتو د پلي کولو څرنګوالی او پرمختګ تر څېړنې لاندې ونیول شول.

همدارنګه په دغه ناسته کې  د انرژي پروژو د پلي کولو د اړوندو موضوعاتو په ځانګړې توګه د کابل ولایت په سروبي ولسوالي کې د لمریزې انرژي د تولید پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پرېکړه وشوه چې د   NTA  ګډې کمېټې متخصصین او د اړوندو ریاستونو کارمندان دې د نوموړې پروژې سروې او د ډیزاین ریویو اپرول ترسره کړي او په راتلونکي کې دې هر ریاست د دندې له لایحې سره سم د اړوندو چارو په ترسره کولو کې په ټاکلي وخت سره رسیدګي وکړي .

د دفتر عمومي رئيس او انرژي معینیت وارسي کوونکي د نوموړو موضوعاتو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، اړین تصمیمونه ونیول او اړوندو مسؤلینو ته یې ټاکلې دندې وسپارلې، ترڅو په غوره توګه اړین اجراآت ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu