د انرژي معینیت پلاوي د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره ګډه ناسته ترسره کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۷:۰
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش د خپل کار په دفتر کې  د پلازمېنې انرژي زون له آمر ښاغلي ملا سید علي همت او د انرژي معینیت د برېښنا د تولید انجنیر ښاغلي قسیم عطايې سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د کاپیسا ولایت په سطحه د انرژي کمېتې د بېرته احیا کولو په هکله خبرې وشوي، او همدارنګه د یاد ریاست یو شمېر انجنیرانو د پایدارې انرژي، د نوي کېدو وړ انرژي او د انرژي پروژو د سروې د څرنګوالي په هکله اړینې روزنې زده کړي.

ټاکل شوې ده، چې د کاپیسا ولایت په سطحه د انرژي کمېتې د بېرته احیاکولو وروسته، د بادي انرژي، لمریزې برېښنا، د برېښنا تولید، اوبو انرژي او د بایومس سیستم/ بایو ګاز د اوبو او انرژي وزارت اړوند چارې تر کار لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu