د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
1

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې ترې  وکړ.

محترم وزیر صاحب د دغې پروژې د پرمختګ له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، د کابل ښار او شاوخوا ولایتونو لپاره د دوامدارې برېښنا د تأمین په برخه کې د دې پروژې اهمیت حیاتي وباله. نوموړي د پروژې د عملي چارو له ارزونې وروسته، د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو او پر ټاکلي وخت د پروژې د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د هېواد د برېښنا د پراختیا او پیاوړتیا په موخه پلې کېږي. دغه سب‌سټېشن د ۴۰۰ مېګاولټ‌ـ‌امپېر د وېش ظرفیت لري او تر اوسه یې د عملي کارونو شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.

د دې سب‌سټېشن په بشپړېدو سره به د دشت‌خواجه الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي او ورسره د پنځو نورو اړوندو پروژو په ګټې اخیستنې سره له ترکمنستان هېواد څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د لېږد او وېش زمینه برابره شي. دغه ستره پروژه به د هېواد د برېښنا شبکې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د کابل ښار په ګډون به د ۱۲ ولایتونو د برېښنا د کمښت ستونزه د پام وړ را کمه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu