د انرژي معین او ورسره مل پلاوي د بغلان له دشت الوان دښتې د ارغندۍ تر سب سټیشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۶:۵۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او ورسره مل د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د بغلان ولایت له دشت الوان دښتې د ارغندۍ تر سب سټيشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغه وزارت د انرژي معین او ورسره مل پلاوي په دغه پروژه کې د استملاک او ټولنیزو ستونزو د هوارولو په موخه د بغلان له والي، امنیه قوماندان او یو شمېر ولسوالانو سره وکتل او د نوموړو ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د بغلان والي په دغه لیدنه کې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د نوموړو ستونزو د هوارولو په برخه کې اړینه همکاري ترسره کړي.

همدغه راز، د انرژي معینیت مسؤلینو په دغه لیدنه کې د نوموړې پروژې په هکله اړین تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu