د انرژي معین او ورسره مل پلاوي د بغلان له دشت الوان دښتې د ارغندۍ تر سب سټیشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
Sun, Apr 27 2025 4:54 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او ورسره مل د دغه معینیت یو شمېر رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د بغلان ولایت له دشت الوان دښتې د ارغندۍ تر سب سټيشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغه وزارت د انرژي معین او ورسره مل پلاوي په دغه پروژه کې د استملاک او ټولنیزو ستونزو د هوارولو په موخه د بغلان له والي، امنیه قوماندان او یو شمېر ولسوالانو سره وکتل او د نوموړو ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د بغلان والي په دغه لیدنه کې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د نوموړو ستونزو د هوارولو په برخه کې اړینه همکاري ترسره کړي.

همدغه راز، د انرژي معینیت مسؤلینو په دغه لیدنه کې د نوموړې پروژې په هکله اړین تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

User account menu