د اوبو، ځمکې او ښاري پراختیا عالي شورا د پریکړو پلي کولو لپاره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د جمهوري ریاست د عالي شوراگانو د چارو انسجام ریاست په همغږۍ د اوبو، ځمکې او ښاري پراختیا عالي شورا د پریکړو پلي کولو لپاره د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رئیسانو په ګډون غونډه جوړه شوه.
دې ناسته کې د جمهوري ریاست د عالي شورګانو د چارو انسجام ریاست مرستیالې وږمه مهرزاد د اوبو د چارو د سمون په اړه د جلالتمآب جمهور رئیس د نظر وړاندې کولو ترڅنګ د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو پراختیا او چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې رئیسانو هر یو د اوبو د تنظیم لوی رئیس انجنیر نعیم الله سالارزي، د اوبو د پروژو د تاسیساتو د انجنیري خدماتو رئیس انجنیر فرهاد ضیا، د اوبو د سرچینو لوی رئیس انجنیر فایز الرحمن عزیزي، د کابل سیندیزې حوزې لویې رئیسې انجنیر فومن فروغ، د اوبو د پروژو د پروګرامونو د انسجام رئیس انجنیر رفیع الله ستانکزي، د اوبو رسولو او اوبو لږولو د تنظیم رئیس انجنیر وفي الله سیدي، د کورني تفتیش رئیس محمد عارف الیاسي او د عالي مقام د مصوبو د تعقیب مسول عصمت الله عالیمي زاده د نیول شویو تدابیرو، کار لاندې فعالیتونو او راتلونکي پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او خپل وړاندیزونه یې د یادې شورا له مسؤلینو سره شریک کړل.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د سیلابونو او وچکالۍ د مدیریت ملي پالیسي د یوې میاشتې په لړ کې د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختیا عالي شورا ته وړاندې او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د اوبو، اراضي او ښاري پراختیا د عالي شورا د مصوبې مطابق د للمي غنمو د کښت پر راتلونکې لازمې څېړنې ترسره کړي.
همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د اړوندو ادارو په هماهنګۍ سره د اوبو د توزیع د خصوصي کولو طرحه ترتیب او د اوبو، اراضۍ او ښاري پراختیا عالي شورا یوې غونډې ته یې وړاندې کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
