پروان ولایت کې د بالاغیل سیمې د سیفون او سیلبر د بیارغونې او پاکاري چارې پیل شوې
د چاریکار ښار اړوند د بالاغیل سیمې سیفون او سیلبر چې د تېرو شلو کلونو راهیسې د سېلابونو د را وتلو له امله تړل شوی وو، د بیارغونې او پاکاري چارې یې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالشکور سروري په شتون کې پيل شوې.
ښاغلي سروري د دغې پروژې د چارو د پرانیستې پر مهال وویل چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د پروان عمومي کانال پروژه، استوګنیز کورونه او عمومي لارې د سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.
د نوموړې پروژې چارې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې او د ماشینري په واسطه د اوبو ټولنې په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي.
