د اوبو او انرژي سرپرست وزير د بلخ ولایت د حیرتان له بندر څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف “منصور” په داسې کې چې د وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د شمال سينديزې حوزې عمومي ريئس محترم انجنير رفيع الله مجتبى او د بلخ سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسى جان حقبين يې ملتيا کوله د بلخ ولایت د حیرتان بندر او سب سټيشن او د بلخ ولايت د شورتيپې ولسوالي اړوند د آمو سيند د غاړو له تحکيماتو څخه لیدنه وکړه