د اوبو او انرژي سرپرست وزير د پکتيکا ولايت د پلتوني بند د چارو له بهير څخه ليدنه وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۲۰:۳۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور  د پلتوني بند د چارو د پرمختګ وضعيت له نږدې وڅېړل او د دغه بند ارزښت ته په اشارې سره يې د چارو پر چټکتيا باندې ټينګار وکړ٠

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د نوموړې پروژې چارې کابو ٢٠ سلنه پرمخ تللې دي٠

همدارنګه بايد وويل شي، چې پلتوني بند د چارو تر بشپړيدو وروسته، د ٢٥ ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او د نږدې يو مېګاواټ برېښنا د توليد وړتيا لري٠ دغه بند به کابو ٢٥٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي٠

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu