د اوبو او انرژي سرپرست وزیر دیوې ناستې په ترڅ کې د وزارت یو شمیر رئیسانو او مسئولینو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کړه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۸ - ۱۸:۴۳
1

د اختر مبارکي دغه ناسته چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوائیدو معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس، د افغان دارالعلوم شیخ الحدیث شیخ محمد عمر فاروقی او د وزارت یو شمیر رئیسانو او کارمندانو په ګډون دائره شوې وه.

په پیل کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر میلمنو ته ښه راغلاست ووایۀ او ټولو ته ئې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وويله.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په چارو او خدمتونو کې په اخلاص، صداقت او مسئولیت منلو باندې ټینګار وکړ؛ له ټولو کارمندانو او مسئولینو څخه یی و غوښتل چې د خپلو دندو پۀ ترسره کولو کې د قرآن کریم د هدایاتو او اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو سره سمې کړنې ترسره کړي.

د اختر مبارکی دغه ناسته مسلمانانو ته د لا زیاتو بریاوو په غوښتلو او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu