د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۱:۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فاریاب له والي محترم مولوي محمد شعیب رسالت سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د څنډو تحکیماتو د پروژو، د دهن درې بند جوړولو د پروژې او په هغه ولایت کې د برېښنا رسوني د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب والي ته ډاډ ورکړ، چې د متوازني پراختیا او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به په هغه ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې اړین اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۳۲
Background image

د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۵۳
Background image

د یونسیف محترمې موسسې د پرله پسې همکاریو په دوام

د یونسیف محترمې موسسې د پرله پسې...

بیرته تګ

User account menu