د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه له والي سره د بخش آباد بند د پرمختګ د وضعیت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په فراه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د هغه ولایت د بخش آباد بند پروژې د پرمختګ د وضعیت په هکله خبرې، اترې وکړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه والي ته ډاډ ورکړ، چې د پروژې د لومړۍ برخې د چارو تر بشپړېدو وروسته چې د بند انحرافي تونلونه پکې شامل دي، په راتلونکي کې به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د نورو برخو کارونه تر لاس لاندې ونیول شي.