د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر ولایت د جهادي مدرسې د علماوکرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۶:۳۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت د جهادي مدرسې د علماو کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ او په اوسني شرایطو کې د دیني علومو د زده کړې او ارزښت او د علماو د مسؤلیت په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه فراغت غونډه کې له علماوکرامو څخه وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره او د اسلامي نظام د ټینګښت او د شریعت د پلي کېدو  په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په نوموړي فراغت غونډه کې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي تګلارو په هکله هم خبرې وکړې او په دې هکله یې اړین معلومات وړاندې کړل.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست کارمندانو ته یې د اړینو لارښوونو ترڅنګ، هغوی ته لارښوونه وکړه، چې خپل مسؤلیتونه په رښتینولي او صداقت سره ترسره کړي، ترڅو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ نه‌شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu