د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر ولایت له قومي مشرانو سره په لېدنه کې په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لوګر ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره لېدنه وکړه او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تباله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت قومي مشرانو خپلې ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي غوښتنه وکړه.
ښاغلي منصور هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال د دغه وزارت له لوري د سرخاب او خروار بندونو چارې په نوموړي ولایت کې جریان لري او په نږدې راتلونکي کې به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د اوبو او انرژي لا ډېرې پروژې پلي شي.
