د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د میدان وردګ له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۴۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د میدان وردګ له والي محترم قاري بختیار معاذ سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د میدان وردګ والي په هغه ولایت کې د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په اشارې سره  د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو په ځانګړې توګه د اوبو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د میدان وردګ والي ته ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو ته په کتو سره  به په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu