د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ننګرهار له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۶:۱۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار له والي محترم ملا محمد نعیم آخند( حاجي ګل محمد) سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د ننګرهار والي د اوبو او انرژي له سرپرست وزیره سره  اوبو او برېښنا ته لاسرسي په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د متوازنې پراختیا او د وزارت شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د ننګرهار د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

User account menu