د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې یوه ټولګټه پروژه د اووه لس لکه او اتیا زره ډالرو په ارزښت پرانیسته

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۸:۳۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د ننګرهار د والي، سیمه ییزو مسؤلینو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې یوه ټولګټه پروژه چې پکې د اوبولګولو کانالونو بیا رغونه، د باران اوبو د ذخیره کولو په موخه چکډم جوړونه  او د کاریزونو بیارغونه شامله ده، پرانیسته.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې د پلي کولو په موخه د جاپان هېواد د پې، ایم، ایس موسسې څخه د قدراني ترڅنګ یادونه وکړه، چې د اسلامي امارت مسؤلین شپه او ورځ د هېواد د آبادي په برخه کې هڅه کوي.

 ښاغلي منصور په لنډه توګه د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په دې وروستیو کې یوازې د اوبو سرچینو د مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ګڼې پروژې پرانیستل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د جاپان هېواد د پې، ایم، ایس موسسې له لوري په سیمه کې پلي کېږي او زمونږ ګڼ شمېر هېوادل به ورڅخه برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې د برکوچي خېلو استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د برکوچي خېلو کلي د استنادي دېوال پروژه د ۸ میلیونه، ۳۵۹ زره او ۲۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu