د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۴۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز اړوند د وچ غړک، څپړۍ او شیرین ګل کلیو له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په نوموړو کلیو کې د برېښنا رسونې پروژې د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو کلیو قومي مشرانو په دغو کلیو کې د برېښنا رسونې پروژې د پلي کولو غوښتنه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو کلیو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې په نوموړو کلیو کې به د برېښنا رسونې پروژه د دغه وزارت د روان لمریز مالي کال په منځني بودجې کې شامله او د بودجې او امکاناتو په چمتو کېدو سره به پلي شي.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د جوزجان ولایت د خم آب او قرقین کلیو له مشرانو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی کلیو ته به د برېښنا رسونې په برخه کې رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu