د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له دهلې بند څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې ریئس ملا سیدمحمد شرافت یې ملتیا کوله، د کندهارمحترم شرافت صاحب په افغانستان کې د اسلامي امارت د دوهم ځل واکمني له پیل څخه تر اوسه پورې په دغه بند کې د تر سره شوو کارونو په هکله محترم وزیر صاحب ته معلومات وړاندې کړل. محترم وزیر صاحب د دوی له خوا له تر سره شوو کارونو څخه خوښي وښوده او د یاد بند د حفظ او مراقبت په هکله یې د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې ريئس ته لازمې لارښوونې وکړې.
