د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په اسلام کلا کې له ایران څخه د راستنېدونکو مهاجرینو له پنډ غالي څحه لیدنه وکړه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۵۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په اسلام کلا کې له ایران هېواد څخه د راستنېدونکو افغان مهاجرینو له پنډ غالي څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له ایران هېواد څخه راستنېدونکو مهاجرینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اوس په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی او ټول مسؤلین شپه او ورځ هڅې کوي، چې ټولو هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو کړي؛ تر څو هېوادوال مو نور د کار موندلو لپاره نورو هېوادونو  ته د تللو لپاره اړ نه‌شي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په اسلام کلا کې د هغې کمېټې له مسؤلینو سره چې د مهاجرینو د ستونزو د هوارولو په موخه جوړه شوې ده، وکتل او زیاته یې کړه، چې له ایران هېواد څخه د راستنېدونکو افغان مهاجرینو ستونزې به د مرکز له مسؤلینو سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu