د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۳:۴۳
1

د اوبو او نرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ور سره مل د لغمان والي محترم شیخ شیراحمد حقاني په الینګار ولسوالي کې د شاهي کانال پروژې د کار  له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.

اوسمهال په سیمه کې  د نوموړې پروژې د لومړۍ برخې چارې ښې روانې دي او په ټوله کې کابو ۶ سلنه پرمخ تللې دي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د چارو د چټکتیا پر اړتیا، د پروژې د غوره کیفیت او پر وخت باندې د چارو پر بشپړېدو باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور د دغې پروژې د حیاتي ارزښت یادونه وکړه او د قراردادي شرکت له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د پروژې چارې چټکۍ کړي.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال په دوو فازونو کې طراحي شوی او په ټوله کې ۷۰ کیلو متر اوږدوالی لري، او د چارو تر بشپرېدو وروسته کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د دغې پروژې لومړی فاز ۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري او په څلورو برخو کې ترسره کېږي چې لومړی فاز یې ۶.۶ کیلو متره دی او تر بشپړېدو وروسته، پنځه زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

دغه پروژه د هېواد د اوبو مدیریت  او د کرنې د پراختیا په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه بېله ناسته کې د لغمان له والي محترم شیخ شیراحمد حقاني او د دغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د جلال آباد سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د مثمریت او تحفظ انرژي او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومي ریاست اړوند د مثمریت او تحفظ انرژي ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی زی، آمر تحفظ انرژی، انجنیر شیر زمان کریمي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

لغمان ولایت کې د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د قرغیو ولسوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د ۵ میلیونه، ۹۳۷ زره او ۶۶ افغانیو په لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم ډاکتر زین الله. . .

بیرته تګ

User account menu