لغمان ولایت کې د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۷
1

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د قرغیو ولسوال محترم قاري حضرت ګلاب عاصم، د سیمې د مشرانو او ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ښاغلي راشدي د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو پرمهال  وویل چې د اوبو د مهار او مدیریت لپاره د ورته پروژو پلي‌کول د وخت اړتیا ده، او زیاته یې کړه چې هڅې کوو ترڅو دې ته ورته لا زیاتې بنسټیزې پروژې پلې کړو. هغه همدغه راز څرګنده کړه، چې هر کال د سېلابونو د راوتلو له امله پراخې کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات زیانمنېږي، خو د چکډمونو پروژو په جوړېدو سره به د دغو خطرونو مخه تر ډېره بریده ونیول شي.

دغه چکډم د ۳ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د کرنیزو ځمکو  او  شهیدانو کانال د ساتنې، د سېلابونو د مخنیوي او د اوبو د ضایع کېدو د کنټرول په موخه جوړ شوی دی.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu