د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل کې د ملت سټیل د اوسپنې وېلې کولو فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ملت سټیل د اوسپنې وېلې کولو فابریکې څخه د لیدنې ترڅنګ د دغې فابریکې له مسؤلینو سره د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې د ودې په برخه کې د هغه د فعالیتونو او ارزښت په هکله خبرې، اترې وکړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه ډول شرکتونو فعالیتونه د هېواد د اقتصادي پراختیا په برخه کې اړین وبلل او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت تل سوداګر او پانګوال په ځانګړې توګه افغان پانګوالو ملاتړ کوي او هڅوي یې، ترڅو په افغانستان کې په خپلې پانګونې سره د هېواد په اقتصادي ودې او ځان بسیاینه کې ونډه واخلي.
په ورته مهال، د نوموړې فابریکې رئيس د خپلو فعالیتونو په هکله د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته معلومات وړاندې کړل او د دغې فابریکې د برېښنا ستونزو د هوارولو په برخه کې د همکاري غوښته وکړه او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغه ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به اړینه همکاري ترسره شي.
همدغه راز، د دغې فابریکې رئيس وویل چې اوسمهال د دوی ورځنی تولید زر ټنو ته رسیږې که چیرې په دغه ډول دوام ومومي تر درې راتلونکو کلونو پورې به هېواد په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي او نور به اړتیا نه وي چې له نورو هېوادونو څخه سیخ ګول وارد شي.