د اوبو او انرژي محترم سرپرست وزیر د کار ملي کنفرانس کې:

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۹:۱۵
1

امنیت هغه عظیم نعمت دی چې د اسلامي نظام په توسط سره الله ج موږ ته راکړی دی؛ سبب یې هغه صادق و مجاهد او صحالح خلک دي چې اسلحه په لاس د امنیت لپاره ولاړ دي.

د افغانستان په څیر امنیت  په ټوله نړۍ کې سارۍ نه لري.

د 80 کلونو حکومتونو او ریژیمونو له داخلي سرچینو تر 300 مېګاواټه برېښنا تولیدي فابریکې جوړې کړې اما اسلامي امارت په یو بخش کې دومره لوی پرمختګ کړی چې په دریو کلونو کې تر 450 مېګاواټه برېښنا د تولید قراردادونه شوي چې د ډېرو پروژو عملي چارې روانې او ځینې په تدارکاتي مراحلو کې دي.

 دا پدې معنا ده چې دا نظام (اسلامي امارت) خپل ملت ته مخلص دی او هم یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د اوبو په بخش کې خوارا زیات پرمختګونه شوي دي، د اوبو او انرژي وزات هغه څلور لوی بندونه چې له تېرو ادارو نیمګړي پاتې و تکمیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او تر څنګ یې له دغو حیاتي پروژو څخه ګټه اخیستنه هم پیل شوې ده.

د کمال خان بند تکمیل او  فزیکي کارونه یې بشپړ شوي، نوموړې پروژه د حساب د تصفیې او ګټه اخیستنې په درشل کې ده.

د یادونې وړ ده چې نوموړې پروژه  تقریبا ۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي  او ۹ مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د هرات ولایت پاشدان بند چې د اوبو د مدیریت یوه حیاتي پروژه ده، سږ کال ګټه اخیستنې ته سپارل کیږي.

د یادونې وړ ده چې نوموړې پروژه ۱۳۰۰۰ هکتاره خمکه خړوبوي او ۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، همدا راز په کلني ډول ۱۵۰ میلیون متر مکعبه اوبه تنظیموي.

د شاه او عروس بند ټول تخنیکي او ساختماني کارونه بشپړ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نوموړې پروژه ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي او ۱.۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د اسلامي امارت د مسؤولینو د اخلاص یوه نمونه؛ د نغلو بند د ترسباتو پروژه خارجي کمپنیو ۴۵ میلیون ډالره بر اورد کړې وه چې زموږ تخنیکي همکارانو هغه ۱۵ میلیون افغانۍ برآورد کړه اما یوه مخلص او مجاهد رئیس صاحب د خپل طالبي ابتکار په توسط د ۱۶۰ زره افغانیو په لګښت سره تر سره کړه.

په محبسونو کې هم خلکو ته د کار او تعلیم  زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

بیرته تګ

User account menu