د اوبو او انرژي وزارت او د تخنيکي او پراختیایي همکاريو ادارې (ACTED) تر منځ د همکاري تړون لاسلیک شو
دا تړون د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د اکتید اداري مرستیال ښاغلي شاه جهان رحیمي له لورې لاسلېک شو.
د اوبو ښاغلي معین د دې تړون د لاسلېک پر مهال په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د اوبو د مدېریت پر ارزښت او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په هکله خبرې وکړي او ویې ویل چې د اوبو د پروژو د مدیریت په برخه کې د ملې او نړېوالو موسسو د هر ډول همکاری څخه هرکلی کوي.
په ورته وخت کې، د اکتید د دفتر مرستیال د دې تړون د لاسلیک څخه خوښي څرګنده کړه د او ویې ویل، چې د دې تړون پر بنسټ به د اکتید اداره د افغانستان د شمال په څلورو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د پروژو د مدیریت په برخه کې همکاي وکړي.
ښاغلي رحیمي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د اکتید اداره په پام کې لري چې په راتلونکي کې د دې همکاریو لمنه پراخه کړي او د اوبو پروژو د مدیریت په برخه کې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې د اوبو د مدېریت یو شمېر پروژې د يادې ادارې په همکاري سره پلې شوې وې، او اوسمهال د دې تړون لاسلیک د پروژو په مدیریت کې یو ښه ګام دی.
