د اوبو او انرژي وزارت او د کلیو او پراختیا وزارت د مسؤلینو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۵:۱۱
1

دا ناسته چې د دواړو وزارتونو ترمنځ د اوبو پروژې د پلي کیدو په برخه کې د لازیاتو همغږیو په موخه جوړه شوې وه، د معلوماتو شریکولو، د پروژو د مدیریت او تنظیم  په هکله او د ټولو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږي په رامنځته کولو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

په یاده ناسته کې، د کلیو او پراختیا وزارت مسؤلینو د خپلو اجراآتو په هکله د اوبو رسولو او چاپېریالي پاکوالي په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او د دواړو وزارتونو مسؤلینو هوکړه وکړه، چې د معلوماتو د شریکولو او د اوبو پروژو د مدیریت په برخه کې یو د بل سره همکاري وکړي.

په پای کې، د دواړو وزارتونو مسؤلینو د همغږي ناستو په دوام باندې ټینګار وکړ؛ او تصمیم ونیول شو، چې یوه ګډه کميټه رامنځته شي او د اوبو د تنظیم قانون سره سم د ټولو وزارتونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي؛ ترڅو د اوبو د مدیریت په برخه کې ټولې کړنې په منظمه توګه پرمخ یووړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu