د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم لخوا څرخ ولسوالي کې د برېښنا د توزیعي شبکو اساسي سروې پیل شوې
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي انجنیري خدمتونو مشورتي ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ د بریښنا د توزیعي شبکو اساسي سروې پیل شوې.
د یادې سروې څخه موخه د 20 او 04 کیلو ولت لین د پنځه میګاواټه برېښنا د ظرفیت په لرلو سره د ترانسفرمرونو او د پایو لپاره مناسب موقعیت او ځای ټاکل دي.