د اوبو او انرژي وزارت جومات د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۴۸
1

د جومات د پرانیستې مراسمو کې د اوبو معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر اخندزاده، د مقام دفتر لوی رئیس قاري محمدعبدالعزیزعزیز، د ترکیې هيواد د  IDDEF مؤسسې مشر الشیخ محمد توران، ورسره یو شمير علماء کرام او  د وزارت کارمندانو ګډون درلود. 

په یادو مراسمو کې محترم معین صاحب د جومات د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې جومات د مسلمانانو د معنوي تربیې، د دیني شعایرو د ادا کولو او د ورورولۍ د پیاوړتیا یو مقدس مرکز دی، او اسلامي امارت د دې ډول دیني ځایونو ترمیم، آبادۍ او ساتنې ته ځانګړې توجه لري.

د اوبو او انرژي وزارت جومات چې  مخکې ددوي لخوا جوړ شوي و د لمونځ کوونکو لپاره کافي نه و، د ترکیې هېواد د IDDEF خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د وزارت په تخنیکي همغږۍ او څارنې سره په معیارې ډول ترمیم او بیا ورغول شو.

د ترکیې هېواد د  IDDEF خیریه مؤسسې مشر الشیخ محمد توران هم د خپلې وینا پر مهال د افغانانو له اسلامي روحیې، تقوی او همکارۍ ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان له مسلمان ولس سره به پۀ دیني برخو کې د مرستو لړۍ جاري وساتي.

 یاده دې وي چې د  IDDEF خیریه مؤسسه پۀ ډيرو اسلامې هيودانو کې جوماتونه او دینې مدارس جوړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu