د اوبو او انرژي وزارت دوه تنه نوي ګومارل شوې رئيسان همکارانو ته ور وپېژندل شول

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۵:۲۰
۱

 

ښاغلی حافظ محمدکلیم منصور د برېښنا د څارنې او ارزونې رئيس په توګه او ښاغلی انجنیر اعجازالحق دانشیار د انرژي د انجنیري او مشورتي خدمتونو د رئيس په توګه په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي وزارت ګڼ شمېر رئيسانو شتون درلود، د دې وزارت د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز له خوا همکارانو ته ور وپېژندل شول.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس د یادو رئيسانو د معرفي کولو په وخت کې په دولتي ادارو کې ادلون ، بدلون یو اصل وګاڼه او د نوي رئيسانو د بریالي او  ځلانده شا لید ته په اشارې سره د دې بدلونونو موخه د چارو غوره مدیریت او تر سره کول وبلل.

د یادولو وړ ده، چې ښاغلی حافظ محمد کلیم منصور د آمریکایانو د اشغال په وخت کې ډېر کلونه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور سره یوځای جهاد کړی او د مالي معتمد په توګه او همدارنګه یې د سپیڅلي جهاد په ډېرو نورو برخو کې کار کړی دی.

هغه د اسلامي نظام تر بریا او د هېواد تر خپلواکي وروسته، تر اوسه پورې د اوبو او انرژي په وزارت کې د بهرنیو اړیکو د آمر په توګه هېواد ته د خدمت رسولو په لاره کې ګڼ شمېر کړنې ترسره کړې او د یاد وزارت د اړیکو د پراختیا په برخه کې د نړیوالو بنسټونو او  په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو د پاملرنې د جلبولو په لاره کې اغېزمن کارونه ترسره کړي دي.

همدارنګه ښاغلي انجنیر اعجازالحق دانشیار د ننګرهار پوهنتون څخه د لیسانس سند لري او په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې د شپږو کلونو څخه ډېره بریالۍ تجربه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu