د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یوه پلاوي په مشري پکتیکا ولایت ته د برېښنا ستونزو د هوارولو په موخه سفر وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۴:۵۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني د یوه پلاوي په مشري پکتیکا ولایت ته د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د څېړلو او د یاد ولایت د برېښنا د ستونزو د هوارولو په موخه سفر وکړ.

د انرژي معین په دې سفر کې، د یاد ولایت له والي ښاغلي مولوي عبدالله مختار، د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي قاري فتح محمد ذاکر او د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

د  یاد ولایت والي، د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئيس او سوداګرو د پکتیکا ولایت د برېښنا ستونزې او د خلکو غوښتنې د برېښنا رسولو پروژو په برخه کې  د انرژي له معین سره شریکې کړې.

د انرژي معین په یاد ولایت کې د برېښنا شته ستونزو تر آورېدو وروسته د یاد ولایت له والي، سیندیزې فرعي حوزې رئيس او سوداګر سره ژمنه وکړه چې په یاد ولایت کې د برېښنا په برخه کي شته ستونزې به د برېښنا شرکت له مسؤلینو او د وزارت له رهبري سره شریکې کړې، ترڅو د برېښنا په برخه کې شته ستونزې  ژر تر ژره هوارې شي.

همدارنګه د انرژي ښاغلي معین وویل چې په یاد ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه به ډیر ژر اعلان ته و سپارل شي او د یاد ولایت له سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د انرژي د تولید پروژو په برخه کې پانګونې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu