د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت په اونیزه تخنیکي ناسته کې څو اړین تخنیکي موضوعات تر څېړنې او بحث لاندې ونیول شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۲:۸
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو سکتور د یو شمېر انجنیرانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې  د هېواد د اوبېزو سرچینو د وضعیت  او ورباندې د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په هکله بشپړ معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې شول او د ستونزو، خنډونو او د حل لارو چارو په هکله یې په هر اړخیزه توګه بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه د ناستې په دوام کې د څو نورو اړینو تخنیکي موضوعاتو لکه په کابل ښار کې د اوبو د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو، د شاه او عروس بند د اوبو رسولو د مطالعاتو امکان سنجي چارو د پر مخ وړلو، د سردې بند د مطالعاتو امکان سنجي،  له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې د مطالعاتو او ډیزاین چارو د څېړنې او اوبو مدیریت پورې اړوندو نورو موضوعاتو باندې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین د یادو موضوعاتو تر څېړلو وروسته، د هغوی د لا ښه پلې کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu