د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت کې د اوبو پروژو د پراختیایي بودجې د لګښت او د پرمختګ  وضعیت د څرنګوالي د ارزولو په هکله ناسته ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۲۱
۱

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د مالي او اداري عمومي رئيس، د مالي او تدارکاتو رئيسانو، د اوبو سکتور د تخنیکي رئيسانو، سلاکارانو او د دغه معینیت د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د دغې ناستې په بهیر کې، اړوندو رئيسانو د بېلابېلو موضوعاتو لکه د بودجوي پلانونو د پلي کولو، د پراختیایي بودجې د څرنګوالي، د پروژو د تدارکاتي پروسې، له پلان سره سم د پروژو د سروې او ډيزاین د پرمختګ او همدارنګه د اوبو پراختیایي پروژو د فزیکي پرمختګ د  وضعیت په هکله راپورونه او بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د اوبو محترم معین د وړاندې شوو راپورونو تر اورېدلو او هر اړخیزې ارزونې وروسته، د چارو په پرمختګ کې د چټکتیا او د اوبو پراختیایي پروژو د اغېزمن او شفاف لګښت د ډاډ من‌کېدو په موخه اړوندو رئيسانو او مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

25 رمضان 1447 هـ ق

23 حوت 1404 هـ ل

د کندهار ولایت دهلې بند ارتفاع د کابو ۱۳ متره په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبولګولو بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د دغه وزارت د انجنیري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار غزني ولایت ته سفر وکړ او په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د شېنکي ولسوالي اړوند ګیرو سیمه کې یوه تحکیماتي پروژه د ۴ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۵۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې. . .

بیرته تګ

User account menu