د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
1

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه ناسته کې، چې په تهران ښار کې جوړه شوې وه، آنلاین ګډون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو لوړپوړو استازو د اوبو سرچینو مدیریت، ستونزو او سیمه‌يیزو همکاریو پراخوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

معین صاحب په خپلو څرګندونو کې د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې له شته ستونزو یادونه وکړه او د اوبو پر فعالې او عادلانه دیپلوماسۍ پرارزښت یې ټینګار وکړ، ویې ویل،  چې د اوبو فعاله او عادلانه دیپلوماسي کولی شي د اعتماد جوړونې، سیمه ‌يیزو همکاریو پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو کمښت لامل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت اتګلاره پر تفاهم، همکاریو او له سیمې سره پر رغنده تعامل ولاړه ده، او باور لري چې د خبرو، تجربو تبادلې او همکاریو له لارې کولای شو له اوبو څخه عادلانه او دوامداره ګټه واخلو او د دې برخې زیاتېدونکي ګواښونه په مؤثر ډول مدیریت کړو.

یاده دې وي، چې په دې ناسته کې د ایران، عراق، اماراتو، افغانستان، تاجیکستان، پاکستان، بنګله‌ دېش، سریلانکا، ارمنستان او د یونسکو، UNDP او د نړیوالو اوبو سازمان استازو حضوري او آنلاین ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu