د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ترکیې هیواد له شارژدافیر سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هیواد له ښاغلي شارژدافیر سره لیدنه ترسره کړه.
د اوبو معین د ترکیې هیواد شارژدافیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ یادونه وکړه، دا چې ترکیه په تېر کې د اسلامي خلافت مرکز پاتې شوی دی، نو بناً اوس هم باید له مسلمانانو سره مرسته او یو دبل لاس نیوی وکړې.
په دغه ناسته کې، د اوبو ښاغلي معین د ترکیې هیواد له شارژدافیر سره دخپل سفر په هکله یاد هیواد ته خبرې وکړې او له ښاغلي شارژدافیر څخه و غوښتل چې ترکیې ته د دوی د سفر په ترڅ کې د یاد هیواد له پانګه والو او سوداګرو د اتحادیې سره دوی ته د ناستې زمینه برابره کړې، ترڅو د ترکیې سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې د اوبو بندونو او انرژي په برخه کې پانګونې ته جلب او تشویق کړې.
په ورته وخت کې د ترکیې هیواد ښاغلي شارژدافیر د اوبو او انرژي وزارت ښاغلي معین سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده، چې دا ناسته په دوستانه فضا کې پای ته ورسیده.
