د غور ولایت د پوزه لیچ – سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې
دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر وکیلانو او یو شمېر نورو سیمهایزو مسؤلینو په شتون کې ترسره او د پوزه لیچ - سیاه سنګ عمومي کانال د پاکاري بهیر د پیل په هکله خبرې اترې وشوې.
ښاغلي اماني په دغه ناسته کې د انسانانو په ورځني ژوند کې د اوبو د ارزښت، د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنو له لوري د اوبو مدیریت د څرنګوالي او له نویو کرنیزو سیسټمونو څخه د ګټې اخیستنې په هکله خبرې وکړې.
همدارنګه، په دغه ناسته کې د نوموړي کانال د فعلي وضعیت، د کانال د پاکاري پلان او پکې د خلکو د ونډې اخیستنې په هکله خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د نوموړي کانال د پاکاري بهیر دې د روان کال د وري میاشتې په ۲۸ نېټه پیل شي.
