د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین لۀ توري بند څخه لیدنه وکړه.
داوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده د خپلو ولایتي سفرونو پۀ لړ کې دزابل ولایت دتوري بند لۀ روانو چارو څخه لیدنه وکړه؛ لۀ ترسره شوو کارونوڅخه یې خو ښي وښوده او د چارو دلا چټکتیا او لوړ کیفیت سره ترسره کولو پۀ پار یې اړونده مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.