د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د میدان وردګو ولایت د تنګي درې د نور کلي له یو شمېر عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۷:۲۳
1

په یاده لیدنه کې، د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالی د تنګي درې مشرانو خپلې هغه ستونزې چې په دې وروستیو کې د سیلابونو له امله د سید آباد ولسوالي د تنګي درې خلکو ته اړولې ده د اوبو له معین سره شریکي کړلي، د خلکو لاسرسی صحي اوبو ته ستونزمن شوی او سیلبرونه ویجاړ شوي دي.

یادو مشرانو د اوبو له معین څخه و غوښتل چې دا سیلبرونه ترمیم او بیاورغول شي، ترڅو په راتلونکي کې د خطرونو څخه مخنیوی وشي. هغوی د کوچنيو بندونو د جوړولو د وړاندیز ترڅنګ د برېښنا ستنو د نصبولو غوښتنه هم وکړه، ترڅو د تنګي درې د نور کلي خلک له برېښنا څخه برخمن شي.

په ورته وخت کې، د اوبو معین هغوی ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې تړاو له موسسو سره اړیکه نیسي او د سید آباد ولسولي د خلکو ستونزو ته به رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu