د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په برخه کې له دوو همکارو موسسو سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۶:۳۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده له شپول او د افغانستان د نابینایانو د سمون موسسو له مسؤلینو سره د اوبو په سکتور کې د پروژو د پلي کولو په موخه  د همکاري دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د اوبو ښاغلي معین د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال وویل چې د اوبو او انرژي وزارت له هر بنسټ څخه چې د اوبو په سکتور کې همکاري او د افغانستان د خلکو لپاره رښتینی خدمت وکړي، هرکلی کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه هوکړه لیکونه د اوبو لګولو پروژو د پلي کولو په برخه کې د ګډې همکاري په موخه چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري تمویلېږي او د شپول او د افغانستان د نابینایانو موسسو له خوا په سیمه کې پلي کېږی، لاسلیک شوې دي.

د دغو هوکړه لیکونو په پلي کولو سره په کنړ او لغمان ولایتونو کې د کانالونو، سربندونو او نورو اوبیز بنسټونو جوړونه او بیارغونه شامله ده، چې د اوبو او انرژي وزارت په همغږۍ سره به د نوموړو موسسو له لوري  پلي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۸
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت د نهم لاټ پروژې چارې کابو ۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې چارې چې د ۸۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، تر اوسه پورې کابو ۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې ۱۱۵۰ متر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

بیرته تګ

User account menu