د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۲ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۲ ګڼه نوې له چاپه راوتلې ده.

په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت اړوندو پروژو او د وزارت د رهبري مقام له پانګوالو، کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو، اړوندو مسؤلینو او قومي مشرانو سره د لیدو کتو راپورونو ترڅنګ، یو شمېر علمي- تخصصي مقالو ته هم ځای ورکول شوی دی.

د اوبو او انرژي  وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د (اوبۀ او انرژي) مجلې له ټولو درنو لوستونکو څخه په خورا درنښت غواړي چې د دغې مجلې د مطالبو د لا بډاینې په موخه خپلې نیوکې، اندونه او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu