د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دې وزارت د څو اړینو ادارې او تخنیکي موضوعاتو په هکله ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۴:۲۷
17/3/1401

 

دا ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، رئيسانو او د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي پروژو د پلي کیدو د یو شمېر مهمو موضوعګانو، په ساحو کې د اوبو او انرژي د تاسیساتو د ساتنې او پالنې لپاره د لازمو اقداماتو او د یو شمېر نورو مهمو ادارې او تخنیکي مسایلو په هلکه بحث او دنظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په ناسته کې د مطرح شویو موضوعګانو تر څېړلو وروسته، د هغوی د اجراآتو لپاره لازم تصمیمونه ونیول او اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu