د اوبو او انرژي وزارت د لاسته راوړنو یو کلن راپور د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې وړاندې شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۴:۴۸
1

دغه مطبوعاتي کنفرانس ملت ته د دولت د حساب ورکولو تر نامه لاندې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، رئيسانو، تخنیکي مسؤلینو او د ملي او نړیوالو رسنیو د استازو په ګډون د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شو.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د دغه مطبوعاتي کنفرانس په بهیر کې د اقلیم بدلونونو اغېزو او په اوسنیو شرایطو کې د اوبو د مدیریت ارزښت  ته په نغوتې سره له اوبو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې قانوني کول، د اوبیزو سرچینو هر اړخیز مدیریت او پراختیا د دغه وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه و باله.

ښاغلي عزیز په خپلو خبرو کې د اوبو او انرژي وزارت کړنو ته په  اشارې سره وویل چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د هېواد د اوبو د مدیریت او پراختیا په برخه کې مثبت او ارزښتناک ګامونه پورته کړې دي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د کنفرانس په دوام کې د انرژي په سکتور کې د دغه وزارت کړنو ته نغوته وکړه او له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونو سره د برېښنا تړون د غځولو، د هېواد په کچه د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن پلان او همدارنګه د انرژي د تولید په موخه د پانګونې د جلبولو لپاره اړینې او اغېزمنې هڅې یې په دې برخه کې له مهمو کړنو څخه وګاڼه.

د کنفرانس په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت د لاسته راوړنو په هکله د بشپړ معلوماتو د وړاندې کولو برسېره، د خبریالانو پوښتونو ته هم د دغه وزارت د رئيسانو او مسؤلینو له خوا اړین ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu