د اوبو او انرژي وزارت د نوي کېدو وړ انرژي رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۶:۵۷
1

محترم صفي الله احمدزي چې تر دې مخکې د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي رئيس په توګه دنده ترسره کوله، د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام د منظوري پربنسټ د اوبو او انرژي وزارت د نوي کېدو وړ انرژي د رئيس په توګه ټاکل شوی او د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د رئيسانو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز په ادارو کې د ادلون، بدلون اصل ته په نغوتې سره د دغو بدلونونو موخه په غوره توګه د چارو ترسره کول او د هېواد غم ځپلو خلکو ته د لا غوره خدمت ترسره کولو لپاره د زمینې چمتو کول وبلل.

همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت سوداګریز رئيس محترم مولوي عبدالرحمان رحماني د ښاغلي احمدزي د ور پېژندلو پر مهال په برېښنا شرکت کې د هغه له ښو کارنامو یادونه وکړه او هغه یې یو تجربه لرونکی، مسلکي او با دیانت کس یاد کړ.

په ورته مهال، ښاغلي احمدزي هم د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له اعتماد مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او خپلې عملي او تخنیکي تجربې به هم له همکارانو سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی احمدزی د برېښنا په برخه کې ماستري لري او د برېښنا په برخه کې څه باندې ۱۴ کلنه کاري تجربه لري چې د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریز او عملیاتي ریاستونو د رئيس او  د هېواد د برېښنا د یوه فعاله کدر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي احمدزي په برېښنا شرکت کې د خپلې د ندې په بهیر کې له بېلابېلو  انسټیټونو او ملي او نړیوالو بنسټونو څخه ګڼ شمېر ستاینلیکونه او تصدیق پاڼې ترلاسه کړې چې د هېواد او د افغانستان خلکو ته د هغه د ښو  او رښتینې خدمتونو وړاندې کول په ګوته کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۸
Background image

تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټينګښت د نهم لاټ پروژې چارې کابو ۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې چارې چې د ۸۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، تر اوسه پورې کابو ۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دغه پروژه کې ۱۱۵۰ متر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

بیرته تګ

User account menu